اوکرایني چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د روسیې په برید کې د یوه شپږ کلن ماشوم په ګډون ۴۹ کسان ووژل شول.
د خارکیف والي اوله سینهابوف وايي، په برید کې د دغه ولایت په یوه کلي کې داسې دوکان او کاپي په نښه شوې چې ډېر خلک پکې وو.
نوموړي په ټلیګرام پیغام کې ویلي چې ژغورونکي لا هم د پېښې ځای کې دي او خلک له کنډوالو باسي.
اوکرایني چارواکو داسې انځورونه خپاره کړي چې پکې ژغورونکي ورانو شویو ودانیو کې له کنډوالو مړي باسي.
لا هم مالومه نه ده چې پر دغه دوکان او کاپي توغندیز او که هوايي برید شوی دی.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي چې له اروپايي مشرانو سره په اسپانیا کې سرمریزه لري دې پېښې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي د روسیې ترهګري باید ودرول شي.
نوموړي خپل تلیګراف پیغام کې ویلي، چې له ترور د خپل هېواد د خوندیتوب، د هوايي دفاع پر پیاوړتیا، د سرتېرو پر ځواکمنولو له دې مشرانو سره خبرې لري.