هند:په ډیلي کې د افغانستان سفارت خپلو چارو ته دوام ورکوي او سفیر له ډېرې مودې غیر حاضر دی

AP ۱۴۰۲ تله ۱۳

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په نوي ډیلي، حیدراباد او ممبۍ کې د افغانستان سفارت او قونسګرۍ فعالې دي او دوی له موجودو ډېپلوماټانو سره په اړیکه کې دي.

دوی په ډیلي کې د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي د اوږدې مودې د غیر حاضرۍ خبر ورکړی.

له دې وړاندې په ډېلي کې د افغانستان سفارت ویلي وو، چې د بې مخینې شرایطو له امله مجبور دي چې ټول فعالیتونه ودروي.

د افغانستان سفارت ویلي وو، چې دا پرېکړه یې د هندي حکومت د نه ملاتړ له امله کړې ده.

د سفارت د اعلامیې له مخې؛ دوی خپل فعالیت د هند د ډېپلوماټیکې پاملرنې د نشتوالي له امله دروي.

په بیان کې راغلي، چې سفارت په تېرو شپږو میاشتو کې څو ډېپلوماټیک یادښتونه د هند بهرنیو چارو وزارت ته استولي؛ خو د ستراتیژیک مشارکت او نورو دوه اړخیزو هوکړو له مخې په دغو یادښتونو کې یې یوه ته هم پاملرنه نه ده شوې.

په خبرپاڼه کې تینګار شوی، چې هند په کابل کې د سفارت تر پرانیستې وروسته په ډيلي کې له افغان سفارت په سیستماتیک ډول پام اړولی دی.

سټیټسمن خبري شبکې د هند د بهرنیو چارو وزارت ارېندم باګچي په حواله ویلي، چې دوی په ډیلي، حیدر اباد او ممبۍ کې د افغان ډېپلوماتانو سره په اړیکه کې دي او دوی خپلو فعالیتونه ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: “ زموږ معلومات دا دي، چې په ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل کار ته دوام ورکوي”.

نوموړی وايي، چې دوی تېره اونۍ د افغانستان له سفارت څخه یو پیغام تر لاسه کړی و، چې پکې د خپلو فعالیتونو د بندېدو اعلان شوی و.

باګچي زیاته کړه: "دا ډول پرېکړې په یوه سیاسي ماموریت کې د سیاسي نماینده ګۍ داخلي مساله ده، موږ د ممبۍ او حیدراباد له قونسلګرۍ سره هم دا موضوع شریکه کړه، هغوی خپل اعتراض شریک کړ”.

نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان یو شمېر ډېپلوماټان په دې وروستیو کې له هنده وتلي دي، خو موجود ډېپلوماټان خپلو چارو ته دوام ورکوي.

هغه وویل: "موږ هیله من یو چې په هند کې مېشت زده کوونکي او افغانان قونسلي خدمات تر لاسه کړي او زموږ له اړخه بیا هم دا ژمنه ده، چې موږ به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو."

هڅه مو وکړه، چې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د دغه بیان په اړه په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي نظر راواخلو خو ونه توانېدو.

نور خبرونه

رادیو