د روسیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د (تلې په ۱۲مه) د سوچي ښار په ناسته کې اعلان وکړ، چې دغه هېواد په اروپا کې ډېر ملګري لري.
ولادیمیر پوتین وویل:« ډېری کسان دي، چې زموږ نظرونه په اروپایي هېوادونو کې شریکوي. کولی شم، چې ووایم ډېر زیات دي.»
هغه په دې اړه د هیڅ کوم کس او هېواد نوم وانه خیست.
په ورته مهال د روسیې ولسمشر زیاته کړه: نه غواړم تفرفه رامنځته کړم؛ بلکې «هڅه کوم چې ټول سره متحد کړم.»
ولادیمیر پوتین دغه څرګندونې د المپیاد د ګډونوالو په نړۍوال مالي امنیت ناسته کې د روسیې د سوچي ښار په سېریوس ښوونیز مرکز کې چې د بېلابېلو هېوادونو زدهکړیالانو په کې ګډون کړی و، وکړې.
په اروپا کې د روسیې د دوستانو په اړه د هغه ځرګندونې داسې مهال وړاندې شوې، چې همدا څو ورځې وړاندې د (اکټوبر ۲مه او د تلې په ۱۰مه) د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو د اوکراین په پلازمېنې کییف کې له یو بل سره ولیدل.
دغه ناسته د اوږدمهال لپاره د اوکراین له ملاتړه د ډاډ ورکولو په موخه ترسره شوه او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ ناسته وه، چې د دغې ټولنې بهر په یوه هېواد کې ترسره شوه.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي هم د اروپایي ټولنې له بهرنیو چارو وزیرانو سره په لېدنه کې ویلي، د روسیې سره په جګړه کې د هېواد بریا یې د دغې ټولنې ملاتړ پورې تړلې ده .