ایراني رسنیو د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په حواله ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا موجودیت دغه هېواد او وګړو ته یې له ویجاړۍ او وراني پرته د ښه ژوند او امنیت په برخه کې هېڅ ګټه نه ده رسولې.
ایرنا خبري اژانس په یوه راپور کې لیکي، چې ابراهیم رییسي د اسلامي وحدت په اوم نړۍوال کنفرانس کې نن چهار شنبه ( د تلې ۱۲مه) ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل په اوسني عصر کې یو ښه فرصت دی.
هغه زیاته کړې، چې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۳۵زره معلول کوچنیان ژوند کوي، چې دا د هغو کسانو د موجودیت پایله ده، کومو چې د بشري حقونو دعوې کولې.
ابراهیم رییسي وویل : “شل کاله امریکا په افغانستان کې وه، کورونه یې وران کړل، ښځې او نارینه یې ووژل، دوی له ویجاړۍ پرته ګټه نه ده رسولې”.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي او په افغانستان کې دې د ټولو قومونو او مذهبونو حقونو ته درناوی وکړي.
رییسي په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه څه نه دي ویلي؛ زیاته کړې یې ده، چې قومي، مذهبي او ژبني تعصبات د شخړو او جګړو پرته بله پایله نه لري.
همداراز نوموړي د اسلامي مذهبونو د نږدې والي نړۍواله شورا په استازیتوب د افغانستان په روانې کشالې کې د هر اړخیزې همکارۍ اعلان هم وکړ.
تر دا مهاله امریکايي چارواکو د ایران د ولسمشر د دغه ډول څرکندونو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو د ایران د ولسمشر له خوا د اسلامي مذهبونو د نږدې والي نړۍوالې شورا د همکارۍ په اړه رسنیو ته څه ویلي دي.
د یادونې وړ ده ، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ایران ولسمشر په یوې خبري غونډې کې په افغانستان کې د امریکا د ماتې اعلان وکړ.