د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل یو تازه بیان کې وايي، چې د افغانانو او د هغوی د کورنیو د ملاتړ په موخه د اسیا پراختیايي بانک له دغه سازمان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام نن چهارشنبه (د تلې ۱۲مه) پر خپلې ویب پاڼې خبر ورکړی، چې له دوی سره شوې مرستې به په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره ته ورکړي.
دوی زیاتوي، چې د خوړو دغه حیاتي مرستې به تر ډېره هغو کسانو ته ورکړل شي، چې د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي او دوی په پلان کې لري، چې دغه مرستې به تر یو کاله پورې دوام ولري.
دغه سازمان زیاتوي، چې یادې مرستې به تر ډېره له بې سرپرسته مېرمنو، کونډو او هغو میرمنو سره وشي، چې د کورنیو سرپرستي ور پر غاړې وي.
سږ کال دا د اسیا پراختیايي بانک تر ټولو ستره مرسته ده، چې د افغانستان د خلکو لپاره یې له دغه سازمان سره کوي.
تېره اونۍ د خوړو نړۍوال سازمان ویلي وو، چې ښځې په افغانستان کې د مرستو د کمېدو تاوان پرې کوي.
دغه سازمان ویلي وو، چې له یو میلیون څخه ډېرې میندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هېواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.
د خوړو نړۍوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د لوږې د مخینوي لپاره یو میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.