د مکسیکو ولسمشر له اوکراین سره د امریکا پوځي ملاتړ "غیر منطقي" وباله

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

د مکسیکو ولسمشر انډریس مانویل لوپز اوبراډور اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو پر دوام نیوکه وکړه او دا یې "غیر منطقي" وبلله.

هغه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د خبرو د پیل وړاندیز وکړ.

د مکسیکو ولسمشر د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) له واشنګټن څخه وغوښتل، چې د مکسیکو په څېر هېوادونو باندې د مهاجرینو فشار کمولو لپاره په مرکزي امریکا او کارابین کې د اقتصادي پراختیا لپاره ډېرې سرچینې تخصیص کړي، چې امریکا ته د مهاجرینو په لار کې دي.

لوپز اوبراډور په خپل ورځني خبري کنفرانس کې د متحده ایالاتو پر کانګرس نیوکه وکړه، چې د لاتینې امریکا د ملاتړ لپاره پیسې نه ورکوي.

هغه وویل: «اوکراین ته [د امریکا د کانګرس له خوا] د مرستو د نه تصویب مسالې زما پام ځانته را اړولی دی. دوی د اوکراین جګړې لپاره څومره بودیجه ځانګړې کړې؟ له ۳۰ څخه تر ۵۰ ملیارد ډالرو پورې. دا خورا بې منطقه او ویجاړونکې ده."

ښاغلي اوبراډور زیاته کړه: "له دې امله، دوی [امریکا] باید خپله تګلاره اصلاح کړي او درناوی زده کړي. اوس هغه وخت نه دی چې د مکسیکو چارواکي له پامه وغورځوي."

لوپز اوبراډور په جګړه کې د مکسیکو بې طرفي غواړي او کییف ته یې د لویدیځ پر پوځي مرستو انتقاد کړی دی. هغه د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د خبرو وړاندیز هم کړی دی.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د مکسیکو پر ولسمشر د مکسیکو د خپلواکۍ د ورځې په نمانځغونډه کې د روسیې د پوځي قطعې د حضور له امله سختې نیوکې وشوې، خو هغه د خپل اقدام دفاع وکړه.

همداراز د هغه حکومت د ملګرو ملتونو د ځینو مهمو پریکړه لیکونو ملاتړ کړی، چې په جګړه کې د روسیې په رول نیوکه کوي.

نور خبرونه

رادیو