د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان له خلکو سره مو له نیمايي زیاتې مرستې کمې شوې

AP ۱۴۰۲ تله ۶

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې څه باندې شپږ میلیونه کسانو له دغه سازمان څخه خوراکي او مالي مرستې ترلاسه کړې دي.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې اوس به د بودیجې د سخت کمښت له امله یوازې له 3 میلیونو خلکو سره مرسته وکړي.

د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ؛ په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د مرستې ترلاسه کوونکو نیمایي برخه ښځې دي.

اوږدمهاله شخړې، د اقلیم بدلون، د بیکارۍ سره سخت اقتصادي زوال، د نغدو پیسو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی، چې افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري بحران سره مخ شي.
دغه سازمان وايي؛ د روان کال د می او اکتوبر تر منځ شاوخوا ۱۵،۳ میلیونه کسانو د خوړو سخته ناانډولي تجربه کړې، چې له دې ډلې ۳.۴ میلیونه کسان د سختې لوږې له امله په دوامداره توګه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام په پام کې لري، چې تر ۲۰۱۳میلادي کال پورې د ۲۱ میلیون خلکو ملاتړ وکړي.

د دې لپاره په ۲۰۲۳میلادي کال کې، له ۲.۲ ملیارد ډالرو څخه ډېرو مرستو ته اړتیا لري، ترڅو اړمنو خلکو ته سمدستي خوراکي مرستې او د ژوند ژواک لومړنی کومک چمتو کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام اوس د ۱.۰۸ ملیارده ډالرو کمښت سره مخ دی؛ ترڅو د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو