د امریکا د مشرانو جرګې یوه غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې چینايي هیکرانو د بهرنیو چارو وزارت له ۱۰ اکاونټونو څخه تر ۶۰ زرو زیات ایمیلونه هیک کړي او معلومات یې غلا کړي دي.
تر دې مخکې امریکايي چارواکو اعلان کړی و، چې چینايي هیکرانو په امریکا کې د ۲۵ ادارو حسابونو ته لاس رسی پېدا کړی دی.
د امریکا د سنا مجلس یوه غړي چې د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتي ټېکنالوژۍ د چارواکو په غونډه کې ګډون کړی و، ویلي چې چینايي هیکران د مایکروسافټ د برېښنالیک له لارې د بهرنیو چارو وزارت برېښنالیکونو ته ننوتي دي.
د مشرانو جرګې دغه غړی وايي، نهه هیکران په ختیځه اسیا او یو یې په اروپا کې و.
د بهرنیو چارو وزارت د هغو کارکوونکو فعالیتونه چې اکاونټونه یې هیک شوي، تر ډېره د هند او اقیانوس ډیپلوماسۍ په هڅو متمرکز وو.
هیکران په دې توانیدلي، چې د دغه وزارت د ټولو ایمیلونو لېست ترلاسه کړي.
تر دې مخکې د امریکا او مایکروسافټ چارواکو د روان کال په جولای کې راپور ورکړی و، چې د چین له حکومت سره تړلو هیکرانو د تېر کال له می میاشتې راهیسې د امریکا د سوداګرۍ وزارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د شاوخوا ۲۵ سازمانونو برېښنالیکونو ته لاسرسی موندلی دی؛ خو چین دغه تورونه رد کړي دي.
د امریکا تورونه چې د چین حکومت د امریکا د ویب سایټونو په هیک کولو کې لاس لري؛ د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي.
د دې میاشتې په پیل کې مایکروسافټ وویل، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت د لوړ پوړو چارواکو د حسابونو هیک کول د انجینرۍ شرکت مایکروسافټ د حسابونو د جوړېدو په پایله کې رامنځته شوي.
د مایکروسافټ یوه چارواکي وویل: "موږ اړتیا لرو چې د دې ډول سایبر بریدونو او لاسوهنو په وړاندې خپله دفاع پیاوړي کړو."