د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، دا مهال په افغانستان کې نېږدې ۱۶ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یونېسف زیاتوي، چې په افغانستان کې له نېږدې دېرش میلیونه اړمنو کسانو څخه یې نېږدې نیمايي برخه چې ماشومان دي بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان په خپل نوي خپاره کړي راپور کې وايي: “په افغانستان کې له ۲۹،۲ میلیونه اړمنو کسانو څخه ۱۵،۸ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري”.
یاد سازمان زیاتوي، چې په دغو ماشومانو کې ۸۷۵۰۰۰ یې له پنځو کلونو څخه کم عمرونه لري او د شدیدې خوارځواکۍ له امله درملنې ته ضرورت لري.
یونېسف په خپل راپور کې ویلي، چې د روان کال له پیله تر اګسټ میاشتې پورې په ۳۳۳ ولسوالیو کې د شدیدې نسناستې نېږدې ۱۵۲۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
یونېسف دا راپور په داسې مهال خپروي، چې روانه اونۍ د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ویلي، که په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د اړتیا وړ مرستې ور نه کړل شي، دا به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د ژغورنې د وروستۍ لارې له لاسه ورکول وي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ (د تلې ۴مه) په اېکس شبکه کې لیکلي، چې د بودیجې د کمښت او نشتوالي له امله به یو میلیون میندې او د هغوی ماشومان له خوراکي مرستو بې برخې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې په بې ساري توګه له ټولنې څخه لېرې کړی شوي او له امله یې په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه زیاته او د مرستو بهیر هم له جدي ننګونو سره مخامخ شوی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې، د بودیجې د کمښت له امله دغه پروګرام اړ شوی، چې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې کمې کړي او شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د سخت بشري ناورین له ګواښ سره مخامخ شي.