د تاشکند هوايي‌ ډګر ته څېرمه په یوې چاودنه کې یو کس وژل شوی او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي

AP ۱۴۰۲ تله ۶

د ازبکستان چارواکو د پنجشنبې په ورځ د (تلې په ۶مه) خبر ورکړ، چې د تاشکند هوايي ډګر ته څېرمه په یوې چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۶۲ تنه ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره، په تاشکند هوايي ډګر کې الوتني په عادي ډول ترسره کېږي.

د ازبکستان د روغتیا وزارت ویلي، ۲۴ تنه ټپیان په روغتون کې بستر شوي او د ۱۳۸ تنه نور له درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي.

چارواکي وايي، دغه چاودنه په یوې ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله شوې ده.

تر دې مهاله د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو د ازبکستان بېړنیو حالاتو ته د رسېدو اداره وايي، د چاودنې په سیمه کې یو ځانګړی لابراتوار جوړ شوی.

دفه اداره وايي، اورلګېدنه يې کابو کړې او په سیمه کې وضیعت تر کنټرول لاندې دی.

نور خبرونه

رادیو