د مالي په شمال ختیځ کې د اسلامپالو په برید کې شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي وژل شول

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۷

د مالي موقت حکومت وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې په یوه سیند کې د سپرلۍ پر کښتۍ د اسلامپالو وسلوالو په وروستي برید کې لږ تر لږه ۴۹ ملکیان وژل شوي.

د راپورونو له مخې په دغه سیمه کې پر پوځي کمپ په برید کې هم ۱۵ پوځیان او ۵۰ وسلوال وژل شوي.

د مالي حکومت په دغه هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

د تیمبوکتو شمالي ښار د تیرې میاشتې له وروستیو راهیسې کلابند دی او په دې وروستیو کې څو ځله د سیمې پر ټرانسپورټي سیسټم هم بریدونه شوي دي.

وسلوالو په نایجیر سیند کې پر هغه کښتۍ برید وکړ چې له ګایو څخه موپټي ته روانه وه.

دا سیند د دې سیمې یو له مهمو ترانسپورتي لارو څخه ګڼل کیږي. دا سیمه هیڅ پټلۍ نلري او یوازې یو څو سړکونه لري.

د پوځ په وینا، وسلوالو په ګایو سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ برید کړی دی.

له القاعدې سره تړلې ډلې جماعت نصرت الاسلام والمسلمین د پوځ پر کمپ د برید پړه پر غاړه اخیستې، خو پر بېړۍ د برید په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا ډله یو له څو اسلام پالو ډلو څخه ده چې د مالي په شمال او ګاونډیو هیوادونو کې فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو