د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تېر کال د چابهار بندر له لارې د دوه میلیارده او ۶۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان تولیدات د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو ته صادریږي.
د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر رییس دفتر نن د دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۹مه، په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د پخوا په پرتله د ایران په چابهار بندر کې د ستونزو په حل کېدو سره له دې لارې صادرات او واردات زیات شوي دي.
محمد الله بختیار وویل، چې د ایران چابهار بندر د پاکستان د کراچۍ بندر بدیل بلل کېږي او دغه بندر د افغان سوداګرو لپاره ښه فرصت دی.
د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه چارواکي زیاته کړه:«چابهار بندر د چین، هند او عربي اماراتو تر منځ مستقیمه منظمه سمندري لیکه هره اونۍ فعاله ده.»
محمد الله بختیار په یاد خبري کنفرانس کې وویل، « د سوداګرۍ وزارت په هڅو د ایران د چابهار بندر له لارې د ترانزیتي او تجارتي چارو د تنظیم لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې شوي، چې د هېواد د صادراتو او وارداتو په پراختیا کې مهم ګام بلل کېږي».
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت له نظره، د ایران له ترانزیتي لارو په ځانګړي ډول د چابهار له بندره ګټه اخسیتنه ځانګړی اهمیت لري، ځکه دا یو ډاډمن ترانزیتي مسیر دی او اوبو او ازادو سمندرونو ته د هېواد د لاسرسي زمینه برابروي.
یاد وزارت وايي، چې د طالبانو او ایران د چارواکو ترمنځ د پرله پسې رسمي سفرونو او همکاریو په نتیجه کې د بندري چارو د چټکتیا، د اېکسرې ماشینونو د نصب، د لوژستیکي خدمتونو د معیاري کولو پهبرخو کې اړتیا وړ اقدامات تر سره شوي دي.
نوموړي دغه راز په دې خبري ناسته کې وویل، چې د ایران له لوري د چابهار بندر له لارې د ترانزیتي لګښتونو په کچه کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.
د طالبانود سوداګرۍ وزارت د ګډو ټرانسپورټي شرکتونو جوړول، د لوژستیکي مرکزونو رامنځته کول او د میلک بندر تجهیز هغه چارې وګڼلې، چې د هېواد په اقتصادي ودې، کارموندنې او صادراتو کې مهمې دي.
وخت ناوخت د کابل او اسلاماباد ترمنځ د شخړو له امله پر ډیورنډ کرښه سوداګریزې لارې بندېږي، چې سوداګرو ته درانده مالي زیانونه اړوي. دواړو لوریو ته سوداګرو نیوکه کړې، چې سوداګري باید د سیاسي ناندریو ښکار نهشي، خو د شنونکو په باور، پاکستان له کلونو راهیسې له افغانستان سره سوداګریزې لارې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

