د ویتنام دولتي رسنیو خبر ورکړی، د کلمایګي توپان په ویتنام کې لږترلږه پنځه کسان مړه کړي دي. د راپورونو له مخې؛ کلمایګي توپان چې د پنجشنبې په ماښام مرکزي ویتنام ته ورسېده، تر ۳زرو ډېر کورونه یې ونړول او د برېښنا مزي یې هم پرې کړل.
د «کلمایګي» توپان تر دې وړاندې په فلیپین کې هم ۱۴۰ کسان مړه او لسګونه نور تري تم کړي دي.

