د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين بايد د اوکراين جګړه پای ته ورسوي؛ نه دا چې اټومي توغندي ازمايي. ټرمپ زیاته کړې، چې امریکا د روسیې په ساحلي سیمو کې يو اټومي اوبتل ځای پرځای کړی دی.
رویټرز خبري اژانس دوشنبه (د لړم ۵مه) لیکلي، ټرمپ د روسيې د اټومي توغندیو ازمایښت غیر ضروري چاره وبلله او پوتين ته يې سپارښتنه وکړه چې د اوکراین د جګړې ختمېدو ته دې پام وکړي.
ټرمپ زیاته کړه، که روسیه د اوکراین جګړه پای ته ونه رسوي؛ نو ښايي دوی نور اقتصادي بندیزونه هم پرې ولګوي.

