د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر غزې د اسراييل برید له اوربنده سرغړونه نه بولي

۲۲ ساعتونه مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، چې اسراییل پر غزې د فلسطیني وسله‌والې ډلې پر یوه غړي برید د امریکا په ملاتړ کړی. هغه وايي، چې دغه کار له اوربند څخه سرغړونه نه‌ده.

رویټرز خبري اژانس دوشنبه (د لړم ۵مه) لیکلي، اسراییل د «اسلامي جهاد» ډلې هغه غړی په نښه کړ چې پر اسراييلي پوځیانو یې د یوه برید پلان جوړ کړی و؛ خو یاده ډله بیا دغه تور ردوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، اسراییل د ځان د دفاع حق لري او له حماس ډلې یې وغوښتل چې د مړو شویو یرغملو جسدونه دې وروسپاري.

نور خبرونه

رادیو