د ایران د تایباد د دوغارون د سرحدي ګمرک رییس سید حسن رحیميزاده خبر ورکړی، چې د دوغارون له لارې افغانستان ته په روان کال کې د دغه هېواد د صادراتو کچه د تېر کال پرتله لوړه شوې او ۲۹سلنه زیاتوالی پهکې راغلی دی.
هغه وایي، دغه پرمختګ د یادې پولې ارزښت پراخوي او د سوداګریزو راکړو ورکړو ارزښت ۳.۲مېلیارده ډالرو ته رسېدلی دی. هغه د چهارشنبې په ورځ اېرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د «دوغارون پوله د افغانستان لپاره د ایران تر ټولو مهم او لومړنی سوداګریز دهلېز ګڼل کېږي او د دوی نږدې ۶۰ سلنه صادراتي توکي د همدې پولې له لارې د افغانستان بازارونو ته لېږدول کېږي».
هغه زیاته کړه: «د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه، د دوغارون نړۍوال بندر څخه د افغانستان پر لور تر ۴۷۰زره ټنو زیات توکي صادر شوي، چې دغه شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.»
رحیميزاده د دغو صادراتو د ارزښت په اړه وویل: «د فني او سوداګریزو اټکلونو له مخې، د روان کال په لړ کې د دغې لارې څځه صادر شوي توکي له ۲۰۰ مېلیون ډالرو زیات ارزښت لري».
نوموړي وویل، چې ودانیز توکي، نفتي محصولات، کیمیاوي توکي، مېوې، سبزیجات او یو شمېر نور خوراکي توکي هغه مهم صادرات دي چې د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږدول شوي. د دوغارون د سرحدي ګمرک د یاد چارواکي په وینا؛ هره ورځ له څلور زرو څخه زیات کسان پر دوغارون تګ راتګ کوي.
هغه زیاته کړه، چې د دوغارون ګمرک د تایباد له ښار څخه ۱۸ کیلومتره واټن کې پروت دی او د افغانستان پر پوله موقعیت لري. د دغه بندر ډېره برخه فعالیت د مالونو د ټرانزیت له لارې له بندرعباس څخه ترسره کېږي. د افغانستان، پاکستان، هندوستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سوداګریز توکي د ایران له سویلي بندرونو – لکه بندرعباس او بندر لنګه – څخه دوغارون ته انتقالېږي او له هغه ځایه افغانستان ته وړل کېږي.
طالبان چې په نړۍواله کچه سخت منزوي شوي د ایران په ګډون یې له روسیې، چین او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي. د افغانستان دننه د کارېدونکو توکو ډېری تکیه پر پاکستان او ایران ده. وخت ناوخت د سیاسي کشالو له کبله له دغه هېوادونو سره د افغانستان سوداګري هم په پراخه کچه زیانمنه شوې ده.
همدا اوس هم پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله لارې بندې دي او سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

