له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ: ټول باید د ګوزڼ ضد مبارزه کې فعاله ونډه واخلي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ د ګوزڼ ضد مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسب له ټولو افغانانو غوښتي، چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې فعاله ونډه واخلي.

یاد بنسټ پر اېکس پاڼه لیکي، چې ټولې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو روغتیا ته په پام هغوی ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي. سبا پنجشنبه (د اکتوبر ۲۴مه) د ګوزڼ یا پولیو نړۍواله ورځ ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، دغه ورځ د دې لپاره نمانځي چې د ګوزڼ‌ ضد واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه شي او په دې توګه هر ماشوم له دې ناروغۍ وژغوري. د راپورونو پربنسټ؛ دا مهال یوازې د نړۍ په دوو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبتېږي.

نور خبرونه

رادیو