پاکستان له ګواښ سره د مخ افغان کډوالو په تړاو د نرمښت تګلاره اعلان کړې

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

د پاکستان کورنیو چارو وزارت تازه ټولو اړوندو حکومتي ادارو او پولیسو ته د هغو افغانانو د نه نیولو لارښوونه کړې، چې د سیاسي، حکومتي، بشري حقونو، یا هنري فعالیتونو له امله یې په افغانستان کې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه لارښوونه کې ویلي، چې د حساسو ماضي لرونکو افغان وګړو له نیولو دې ډډه وشي.

سرچینې زیاتوي، په دې لارښوونه کې د بشري حقونو فعالانو، پخوانيو دولتي کارکوونکو، سیاسي مشرانو، هنرمندانو، مذهبي اقلیتونو اړوند وګړو او د هغوی د کورنیو د غړو نه نیول شامل دي.

د سرچینو په وینا، وزارت ټولو اړوندو ادارو ته ویلي چې یادو کسانو ته دې د قانوني ملاتړ او خوندیتوب ډاډ ورکړل شي، او هېڅ اداره دې د هغوی د نیولو هڅه نه کوي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې موضوع د څار لپاره یوه ځانګړې شمېره هم اعلان کړې، او که هر حساس افغان وګړی ونیول شي، کولای شي د دې شمېرې له لارې اړیکه ونیسي.

سرچینې زیاتوي، د وزارت دغه لارښوونه ټولو ایالتونو ته استول شوې ده.

په دغه لارښود کې ویل شوي، چې د هرې ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ته دې دا حکم ورسېږي، څو د حساسو افغان اوسېدونکو د خوندیتوب په اړه واضحه تګلاره عملي کړي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او ایستلو لړۍ لا هم دوام لري، خو د بشري حقونو سازمانونه پر اسلام‌اباد غږ کوي چې له هغو افغانانو سره ځانګړی چلند وکړي، چې ژوند او ازادي یې په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو