ولسمشر ټرمپ: د افغانستان ناکام وضعیت پوتین ته پر اوکراین د برید انګېزه ورکړه

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

ډونالډ ټرمپ وایي، د افغانستان د جګړې ناکام مدیریت او په امریکا کې له درغلیو د ډکو ټاکنو پایلو، پوتین ته پر اوکراین د یرغل انګېزه ورکړه.

ټرمپ وایي، پوتین له پخوا غوښتل چې ټول اوکراین تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د ده د واکمنۍ پر مهال د سختو احتمالي پایلو له امله یې دا کار ونکړ.

ټرمپ زیاته کړې ده، «زه تل داسې احساس کوم چې هغه (پوتین) غوښتل ټول اوکراین ونیسي، نه یوازې یوه برخه. کله چې زه د خپلې لومړۍ دورې لپاره ولسمشر وم، موږ نسبي اړیکې لرلې، که څه هم د [روسیه، روسیه،روسیه]د دروغجنې قضیې له امله دا کار ستونزمن و. ما له ولسمشر پوتین سره د اوکراین په اړه خبرې کړې وې، هغه به تل دا هېواد د خپلو سترګو تور باله.»

هغه ویلي: « دا کار به هېڅکله نه وای شوی. ځکه هغه پوهېده چې پایلې به یې ډېرې سختې وي. خو کله چې په هېواد کې له درغلیو ډکې ټاکنې وشوې او زه نور په واک کې نه وم، پوتین فکر وکړ [هو، اوس یې وخت دی] بله دا چې هغه د افغانستان وضعیت ته وکتل، چې څومره بد اداره شو، او دې خبرې پوتین ته یو بله قوي انګېزه ورکړه، ترڅو پر اوکراین برید وکړي».

ټرمپ ټینګار وکړ، چې که څه هم پوتین له پخوا د اوکراین د بشپړ نیولو اراده لرله، خو اوس ښایي د خبرو اترو او احتمالي جوړجاړي لپاره چمتو وي.

هغه وویل:«زه فکر کوم اوس هغه لږ څه د مذاکرې لپاره تیار دی، او فکر کوم هغه د یوې معاملې جوړولو ته چمتو دی. خو موږ نه غواړو چې هغه ټول اوکراین ترلاسه کړي.»

نور خبرونه

رادیو