د جرمني د لومړي وزیر مرستیال او د سوشلډیموکرات ګوند مشر لارس کلینګ بایل، د دغه هېواد د لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ د کډوالو ضد وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، سیاستوال باید خلک د «موږ او هغوی» په دوو ډلو ونه ویشي.
کلینګبایل د چهارشنبې په ورځ د هانوفر په ښار کې یوې غونډې ته وویل: « موږ سیاستوال باید ډېر هوښیار واوسو چې څه ډول بحثونه پیل کوو، په ځانګړې توګه هغه وخت چې خلک د اصل، نسل یا کډوالۍ له مخې په دوو برخو وېشو، یعني هغه چې د کډوالۍسابقه لري او هغه چې نه یې لري».
هغه زیاته کړه: «زه غواړم په داسې هېواد کې ژوند وکړم چې سیاست یې د خلکو ترمنځ د یووالي پُل جوړ کړي، نه دا چې د وېش او تفرقې لامل شي».
د جرمني د لومړي وزیر مرستیال ټینګار وکړ: « زه داسې هېواد غواړم چې د خلکو بڼه یا څېره دا ونه ټاکي، چې ایا دوی د ښار له څېرې سره سمون لري که نه».
دا څرګندونې د فریدرېښ مېرڅ د تېرې اوونۍ هغو خبرو ته اشاره لري چې ویلي یې و:«موږ د کډوالۍپه پالیسیو کې د تېرو تېروتنو د اصلاح هڅه کوو، خو لا هم زموږ ښارونه د [نااشنا] څېرو له ستونزې سره مخ دي، له همدې امله د کورنیو چارو وزیر د پراخو اخراجونو لړۍ پیل کړې ده».
په عین حال کې، د جرمني په څو ښارونو کې د مېرڅ د څرګندونو پر ضد لاریونونه شوې دي. د کډوالو فعالانو ویلي، دا څرګندونې د جرمني د اساسي قانون او د بیان د ازادۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

