د اسلامي یووالي صندوق (ISF) او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د افغانستان دفتر د هېواد په ختیزو ولایتونو کې د زلزله ځپلو خلکو د انساني ملاتړ لپاره د مرستې یو تړون لاسلیک کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي یووالي صندوق له لوري دغه تړون د صندوق اجرایوي رییس محمد بن سلیمان اباالخیل، او د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د دفتر له لوري د دغه دفتر رییس ډاکټر محمد سعید العیاش لاسلیک کړ.
ددغه سازمان د خبرپانې له مخې، د یادې مرستې د وېش او تطبیق چارې به د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره په همغږۍ ترسره شي، څو مرسته اغېزمنو خلکو ته ورسیږي.
د اسلامي همکاریو سازمان ددغه تړون په اړه ډېر جزیات نه دي روښانه کړي.

