په کندهار کې د بار وړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړېږي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ۵۰۳ میلیون افغانیو په لګښت د باروړونکو موټرو لپاره د یو ترمینل جوړولو چارې پیل شوې دي.

دغه ترمینل پر ۵۸۲ جرېبه ځمکه جوړېږي او چارې به یې په دریو کلونو کې بشپړې شي.

د طالبانو ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن سې شنبه، د تلې ۲۹مه وویل، چې دا ترمینل په مشارکتي ډول د افغان رولکس شرکت له لوري پر هغه ځمکه جوړېږي چې څه موده وړاندې له غصب خلاصه شوې وه.

په ورته مهال د طالبانو د کندهار مرستيال والي ملا محمد صادق انقلابي ټینګار کړی چې د شرکت مسوولين دې د پروژې په تطبيق کې کيفيت ته پام وکړي، چې ودانیزې چارې یې په لوړ کيفيت ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو