چین د مرکزي امریکا پر یو شمېر وګړو د متحده ایالاتو د ویزې بندیزونو ته غبرګون وښود

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

متحده ایالاتو د مرکزي امریکا د هېوادونو پر یو شمېر اتباعو او د هغوی پر کورنیو د ویزې محدودیتونه لګولي دي. د امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دغه اقدام سیاسي انګیزه لري او اقتصادي زور ازمویل دي.

واشنګټن ادعا کړې چې دا کسان له چین سره په ګډه د مرکزي امریکا د قانون حاکمیت د کمزوري کولو هڅه کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې امریکا یو ځل بیا خپل کورنی قانون له نړیوالو قوانینو او مکلفیتونو لوړ ګڼلی او دا د امریکا د زورواکۍ یو بل مثال دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د ویزې د بندیزونو دا تګلاره به د چین او د مرکزي امریکا د هېوادونو ترمنځ د پراخېدونکو اړیکو مخه ونه نیسي.

نور خبرونه

رادیو