د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون څو ساعته وړاندې په ټلیفوني اړیکه کې د غزې د وروستیو تحولاتو، د جګړې د پای ته رسولو او د ثبات د بیا رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
د رویټرز د راپور له مخې، دواړو خواوو د سولې د لارې تعقیب او د دوو دولتونو د حل لارې د ترلاسه کولو لپاره د عملي ګامونو پر ارزښت ټینګار وکړ.
ویل کېږي، چې دا اړیکه د پاریس-ریاض د ګډ نوښت په دوام کې کېږي ترڅو د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو پر بنسټ سیاسي نقشه پرمخ بوځي؛ هغه نوښت چې د ملګرو ملتونو په وروستیو غونډو کې د فرانسې او سعودي عربستان د ګډ کوربه توب له خوا تعقیب شو.
په غزه کې دوامداره اوربند، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول، د فلسطیني ادارې اصلاحات او د غزې بیارغونه د دې ګډ نوښت له اصلي عناصرو څخه دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې باید ټول اړخونه د دوو دولتونو د حل پر وړاندې ژمن پاتې شي او له داسې اقداماتو ډډه وشي، چې دا حللاره کمزورې کوي.
فرانسې په دې وروستیو اوونیو کې د دوو دولتونو د چوکاټ لپاره د نړۍوال ملاتړ په راټولولو کې فعال رول لوبولی او د سعودي عربستان سره یوځای یې په لوړه کچه د دې پروسې د دوام لپاره پلانونه اعلان کړي دي.
په همدې لړ کې پاریس د نیویارک د غونډو په جریان کې د «دوو دولتونو د حل امکان ساتلو» او د عملي اقداماتو په لور د حرکت کولو اړتیا باندې هم ټینګار وکړ.

