ملګري ملتونه وایي، د انټرنېټ پرې کېدو د افغان نجونو زده‌کړې اغېزمنې کړي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۷

دغه سازمان د شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، د سپتمبر میاشتې په اوږدو کې د انټرنېټ عمومي پرې کېدو د زرګونو افغان ښځو ورځنی ژوند ګډوډ کړ او د دوی د زده کړو او کار کولو وروستی امکان یې هم ختم کړ.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا اقدام د افغان ښځو لپاره د زده کړې، د عایداتو ترلاسه کولو او اړیکو وروستی دروازه هم ور بنده کړه.

په راپور کې ویل شوي، په داسې حال کې چې طالبانو ښځې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منعه کړي، اوس رادیو د زده کړو یوه بدیله وسیله ګرځېدلې؛ خو د سپټمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د انټرنېټ پرېکون د ښځو او نجونو پر ژوند لا ژورې اغیزې وکړې.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې د ختیځ افغانستان وروستیو زلزلو، وچکالۍ او د مېلیونونو کډوالو بېرته ستنېدو ته په اشارې سره ویلي، د ښځو او نجونو ژوند له هر وخت ډېر ستونزمن شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال هم د انټرنېټ د پرې کېدو له منفي اغېزو څخه خبرداری ورکړی دی. 

ملګرو ملتونو لیکلي: «که څه هم په ډېرو سیمو کې انټرنېټ ته لاسرسی بیا فعاله شوی، خو دا ارزښتمنه دروازه د زده کړو او اړیکو لپاره هر وخت بېرته تړل کېدای شي». یاد سازمان ټینګار کړی چې د ښځو زده کړې، رواني روغتیا او د ژوند وسایل د جدي خطر سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو