په رفح کې د اوربند تر سیوري لاندې د اسراییل په بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۷

رویټرز د ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې اسراییل د یکشنبې په ورځ د خپلو ځواکونو پر وړاندې د بریدونو پر غبرګون پر غزه تازه هوايي او توپچي بریدونه کړي دي او د یادو بریدونو په پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د اسراییلي پوځ ویاند ویلي چې دغه بریدونه په رفح کې پر هغو وسلوالو شوي، چې د اسراییلي سرتېرو پر وړاندې یې د ټانک ضد توغندي توغولي او ډزې یې کړې دي.

پر همدغه مهال د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو ویلي، چې پوځ ته لارښوونه شوې، چې د «حماس د اوربند ماتولو» په ځواب کې سخت اقدام وکړي.

بل خوا حماس ډلې ویلي، چې د اوربند تړون ته ژمن دي او رفح کې د نښتو په اړه ناخبري ښيي.

نور خبرونه

رادیو