پاکستاني روغتیا پلان وايي، د تورخم دروازې بندیدو له امله د پېښور په خصوصي او دولتي روغتونونو کې د افغان ناروغانو ګڼه ګوڼه کمه شوې ده. روغتیا پالان زیاتوي چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وړاندې په یادو روغتونونو کې هره ورځ له ۱۰۰۰ څخه ډېرو افغان ناروغانو مراجعه کوله.
په پېښور کې د لیډي ریډډنګ، خیبر ټیچنګ، حیات اباد مېډکل او نورو روغتونونو مسولینو ویلي، چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وړاندې په یادو روغتونونو کې هره ورځ له ۱۰۰۰ څخه ډېرو افغان ناروغانو مراجعه کوله.
روغتیا پالان وايي، د تېرې اوونۍ راهیسې اوس د پېښور په خصوصي او دولتي روغتونو کې د افغان ناروغانو شمېر صفر ته رسیدلی دی.
روغتیا پالان زیاتوي، تر دې وړاندې د پېښور په روغتونونو کې افغان ناروغانو د زړه، سرطان، پښتورګو او هډکو ناروغیو په برخه کې درملنه کوله، خو د تورخم دروازې په بندیدو سره پاکستان ته د افغان ناروغانو ورتګ باندې په بشپړ ډول بندیز لګول شوی دی.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د یوې اوونۍ شخړو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول تګ راتګ باندې بندیز لګول شوی، خو وړاندې تردې د کابل د ننګرهار، کنړ، لغمان او ګڼو نورو ختیځو ولایتونو اوسیدونکي د درمنلې لپاره پېښور ته تلل.
پر همدغه مهال په پېښور کې د هوټلونو مسولینو، د درملو کارباریانو، موټرچلوونکو د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي، چې د تورخم دروازې بندیدو سره یې کاروبارونه اغېزمن شوي دي.

