د خیبرپښتونخوا د باجوړ لپاره د ټيټيپي مسوولینو ځايي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې هره ورځ له ماښام وروسته پر سړکونو تګ راتګ ونهکړي، ځکه پر لارو یې بمونه اېښي دي. د دوی په وینا، که چېرې په دې بمونو کې چاته زیان ورسېد، نو مسوولیت د دوی پر غاړه نه دی.
د خیبر پښتونخوا باجوړ چې اصلاً له اداري اړخه ولسوالۍ ده، خو ټيټيټي یې ولایت بولي او والي یې ورته ګومارلی دی. د دغه والي مرستیال بلال باجوړي په یوه غږیږ پیغام کې چې د جمعې په مازدیګر (د لړم ۹مه) خپور شوی د باجوړ د یو شمېر کلیو اوسېدونکو ته یې خبرداری ورکړی چې هر ماښام تر سړکونو لاندې بمونه او ماینونه خښوي او عام ولس دې پرې تګ راتګ نه کوي.
بلال باجوړي په دې غږیز پیغام کې زیاته کړې، «په جنګي علاقو په خاصه توګه نېک بانډه، هېل ماند، لره بانډه، جنت شاه، شریف خانه، کمانګر، رېده ون او شاوخوا نورو کلیو کې په روډونو باندې بمونه اېښي او تاسو هره ورځ د ماښام له اذانه نه تر سهار اتو بجو پر روډونو باندې چلند مه کوۍ، که پر چا ماین راپاڅېد نو ضمه واري به یې خپله وي.»
له څه مودې راهیسې په یادو سیمو کې د پاکستان د پوځ له لوري د «عزم استحکام» په نوم عملیات روان دي.
ټي ټي پي اعلان وکړ چې دوه جګپوړي قوماندانان یې وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو
د یادونې وړ ده، چې همدا پرون په باجوړ کې د ټيټيپي پخوانی مرستیال قاري امجد او د هغه یو بل قومندان چې یاسر نومېده د پاکستان له پوځ سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

