د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د ټرمپ د حکومت پر تګلارو د معترضو وګړو لهخوا د شنبې په ورځ د امريکا په ټولو پنځوسو ايالتونو کې د «پاچاهانو ته نه وايو» تر نوم لاندې له ۲۵۰۰ زيات لاريونونه ترسره شول.
د دغو لاريونونو ګډونوالو د هغو کړنو پر ضد خپل غږ اوچت کړ چې پهکې د ټرمپ سياسي مخالفينو ته د جنايي دوسيو جوړول، د کډوالۍ په چارو کې پوځي سختدريځي او ښارونو ته د ملي ګارډ ځواکونو استول شامل دي.
د پوليسو د مالوماتو له مخې، يوازې د نيويارک په پنځو سيمو کې له ۱۰۰ زرو زياتو کسانو په لاريونونو کې برخه اخيستې وه. همدارنګه، د باسټن، فيلادلفيا، اټلانتا، ډينور، شيکاګو او سياټل ښارونو کې هم زرګونه کسان راټول شوي وو.
په داسې حال کې چې د «پاچاهانو ته نه وايو» تر عنوان لاندې مظاهرې دوام لري، د ټرمپ مرستيال جېډي ونس په خپل اېکس حساب کې د ټرمپ يوانځور خپور کړ چې په سر يې د پاچا تاج اېښی و. دا انځور وروسته د سپينې ماڼۍ له حسابه هم بيا خپور شو او څو شېبې وروسته د سپينې ماڼۍ په بل پوسټ کې د ټرمپ او جېډي ونس ګډ انځور خپور شو چې دواړو ته د پاچاهۍ تاجونه ور په سرونو اېښودل شوي وو.

