د ایران د کورنیو چارو وزارت د وګړو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي وایي، د هغو کسانو پر وړاندې اقدام شوی چې د افغان کډوالو سره یې له دښمنۍ ډک چلند کړی. نوموړي دغه څرګندونې مشهد کې د یوې ناستې پر مهال وکړې او ویې ویل، هڅه روانه ده چې د افغان کډوالو د حضور مساله په قانوني ډول حل شي.
نادر یاراحمدي د پنجشنبې په شپه په یادې غونډه کې ومنله، چې په ایران کې د کډوالو پر ضد کړنې شوې دي. هغه زیاته کړه: «موږ منو، چې حتمن تېروتنې شوې دي او هڅه مو کړې چې دغه تېروتنې ژر تر ژره حل کړو. له بده مرغه زموږ هېواد د ډېرو منفي تبلیغاتو سره مخ دی او دغه تبلیغات د کډوالو ضد چلند موضوعات پراخوي».
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ایران پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي. هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زوره له ایران نه اېستل کېږي. د هغو ګڼو افغان کډوالو له ډلې چې له ایران نه ستانه شوي، ډېرو یې د یاد هېواد د امنیتي ځواکونو د «ناوړه او غیرانساني چلند» له امله نیوکې کړې دي.

