طالبان وایي، ایران افغانانو ته ۲۰۰زره کاري ویزې ورکوي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر او د سویلي اسیا لپاره د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مسوول رضا بهرامي سره لیدلي دي. دغه وزارت وایي، د ناستې پر مهال نوموړي ژمنه کړې چې هېواد یې افغانانو ته ۲۰۰زره کاري ویزې ورکوي.

د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې د بهرامي په حواله لیکل شوي، چې هېواد یې د افغان کډوالو په تړاو له طالبانو سره خبرو ته ژمن دی او مسلکي افغان کارګرو ته به ۲۰۰زره ویزې هم ورکړي. د نوموړي په حواله زیاته شوې، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه هم تر پخوا ډېره ښه شوې ده.

مولوي عبدالکبیر له دغو ایراني چارواکو نه غوښتي، چې هېواد یې باید له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي او په جبري توګه دې د هغوی له ستنېدو ډډه وکړي. د طالبانو دغه وزیر ویلي، ایران باید د افغان کډوالو د شتمنیو د خوندیتوب په تړاو هم لازم اقدام وکړي.

له دې سربېره ایراني لوري د طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په تړاو هم اندېښنه ښوولې او د مسایلو د حل لپاره یې د تهران د منځګړتوب وړاندیز هم کړی دی. تر دې مخکې هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت ورته څرګندونې کړې او د دواړو لوریو ترمنځ یې د روغې جوړې لپاره چمتووالی ښوولی و.

ایران په تېرو څلورو میاشتو کې له یو مېلیون څخه ډېر افغان کډوال په جبري توګه له خپلې خاورې اېستلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده. دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې دغو ستنو شویو کډوالو نیوکې کړې چې په یاد هېواد کې یې شتمنۍ، ملکیتونه او پانګونې پاتې شوې او ایراني حکومت ورته اجازه ور نه‌کړه چې خپلې شتمنۍ راټولې کړي.

همدا راز ایران کې افغان کډوال شکنجه شوي، زنداني شوي او ان اعدام شوي دي. له دې ور هاخوا په ګاونډي پاکستان کې هم افغان کډوال له جدي ننګوونو او د اېستلو له ګواښونو سره مخ دي. د اسلام‌اباد په امر بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د اېستلو عملیات روان دي.

نور خبرونه

رادیو