د چین د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې دوه لوړپوړي پوځي چارواکي یې له « نظم او قانون نه د جدي سرغړونو» له امله له ګوند او پوځ نه اېستلي دي.
هی وېدونګ د چین دویم ستر جنرال او میاوهوا د چین د پوځ لوړپوړی سیاسي افسر وو.
دواړه جنرالان د چین د پوځ د سترې نظامي کمېټې غړي وو، چې دا ددغه هېواد تر ټولو لوړه نظامي اداره ده.
میاوهوا په جون میاشت کې له دندې لرې شوی و او هی وېدونګ له مارچ راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

