له ایران نه ستنېدونکي؛ طالبانو په نیمروز کې د ۱۶مېلیونه افغانیو په ارزښت پنډغالی جوړ کړ

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

په نیمرزو کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې په دغه ولایت کې له ایران نه د ور ستنېدونکو کډوالو لپاره یې په ۱۶مېلیونه افغانیو یو پنډغالی جوړ کړی. د طالبانو ځايي والي محمد قاسم خالد وایي، د ورېښمو پله په ګډون په ټولو بندرونو کې د کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه زیاته کړې،‌ ورېښمو پله کې دغه جوړ شوی پنډغالی په یو وخت د زرګونه کډوالو د ځای کېدو ظرفیت لري او په‌کې د ستنېدونکو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د نوموړي په وینا؛ له دې سره به د ستنېدونکو ستونزې اوارې شي. د طالبانو دغه والي له ایران نه غوښتي، چې د افغان کډوالو لپاره دې د اسلامي اصولو پر بنسټ وړ شرایط برابر کړي.

دغه پنډغالی داسې مهال جوړېږي، چې د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز ورېښمو پله له لارې هره ورځ سلګونه کسان هېواد ته په جبري توګه ستنېږي. همدا راز په تېرو څلورو میاشتو کې یاد هېواد له یو مېلیون څخه ډېر افغانان په جبري توګه اېستلي دي. دغه ستنېدونکو شکایتونه کړي وو، چې د ایران تر څنګ په افغانستان کې هم ورته د پنډغالو لازمې اسانتیاوې نه وې برابرې شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ کېدل.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو په ګډون د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ اندېښنه ښوولې، چې په افغانستان کې راستنېدونکي له جدي ناورین سره مخ دي. بې روزګاري، ناسم اقتصادي وضعیت، د سرپناوو او مرستو نشتوالی هغه مسالې دي، چې کډوال یې له جدي ننګوونو سره مخ کړي دي.

طالبانو د یو شمېر هېوادونو تر څنګ نړۍوالو مرستندویه ادارو ته هم لاسونه اوږده کړي او ترې یې غوښتي، چې د دغه کډوالو لپاره ورسره لازمې همکارۍ وکړي؛ خو په کور دننه یې شته مرستې هم سمې نه دي مدیریت کړې.

نور خبرونه

رادیو