د اسراییل پوځ ویلي، چې له مصر څخه دغه هېواد ته په وسلو بار درې ډرون څرخکې یې نیولې دي. په دغو ډرون څرخکو دپایه د وسلو کارتنونه بار وو. یاد پوځ زیاتوي، تر دې مخکې هم تېر ماښام یو بل ډرون نیول شوی چې دوه وسلې پرې بار وې.
د اسراییلي پوځ په وینا، نن سهار یې دوه ډرونونه په نښه کړي چې په یوه کې اتومات وسلې، مرمۍچارج کوونکي او مرمۍ وې، او بل د نامعلومو قاچاقي توکو د انتقال لپاره کارېده.
یاد پوځ زیاتوي، تر دې مخکې هم تېر ماښام یو بل ډرون نیول شوی او په نښه شوی و چې دوه وسلې پرې بار وې.
د اسراییلو دفاعي ځواک وايي، له مصر سره پر ګډه پوله د ډرونونو له لارې د وسلو قاچاق هڅې په وروستیو میاشتو کې زیاتې شوې دي، خو د پوځ د څارنې ټیمونه د دغو پېښو د مخنیوي هڅې کوي.

