محسن داوړ: پر افغانستان بمبارۍ له پاکستان نه د میلیونونو افغانانو کرکه نوره هم ډېروي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۴

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان پارلمان پخواني غړي محسن داوړ ویلي، چې پر افغانستان بمبارۍ له پاکستان نه د میلیونونو افغانانو کرکه نوره هم ډېروي. نوموړی وايي، د پاکستان ویجاړوونکې پالیسي لا هم بدله شوې نه ده.

محسن داوړ په خپل تازه ایکس پوسټ کې لیکلي، چې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د طالبانو ملاتړ کړی او دا ډله د افغان ولس د استازیتوب وړ نه ده.

نوموړي ټینګار کړی: «د پاکستان او طالبانو اړیکه د روزونکي او شاګرد په څېر ده، پاکستان له طالبانو ملاتړ کړی، خو طالبان د افغانانو استازیتوب نه شي کولی.»

هغه پر کابل د پاکستان د بمبارۍ او د ملکي وګړو د وژنې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دا ډول کړنې به د میلیونونو افغانانو کرکه نوره هم زیاته کړي.

محسن داوړ زیاته کړې، چې د پاکستان «ویجاړوونکې پالیسي لا هم بدله شوې نه ده»، او دا چلند به نه‌ یوازې د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي، بلکې د سیمې د ثبات لپاره به هم ګواښناک تمام شي.

نور خبرونه

رادیو