د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو چارو رییس فيصل خاموش نن دوشنبه د (تلې ۲۱مه) ویلي، تر اوسه پورې ورسره ۶۹۴زره ۹۷۸کونډې، یتمیان او معلولین د مرستو لپاره ثبت شوي دي.
دغه چارواکي ویلي، مرستندویه ادارو سږ کال له ۷۰زره اړمنو کورنیو سره د ۱۰مېلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېلې مرستې کړې دي.