د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د تېر نړۍوال ټرانسپورټي سیسټم کې د شرکتونو فعالیت، د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد په اړه یې له یوشمېر وزارتونو سره خبرې کړې. دغه وزارت وایي، د یاد سیسټم له لارې یې د صادراتو او وارداتو پر ډېرېدو هم بحثونه کړي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په دې اړه یې د طالبانو د مالیې، ټولګټو چارو، صنعت او سوداګرۍ او کورنیو چارو وزارتونو له استازو سره ناسته کړې ده.