رویټرز خبري اژانس جمعه د (تلې ۱۸مه) لیکلي، چې زرګونه بېکوره شوي فلسطينيان د اوربند تر اعلان وروسته خپلو ویجاړو شوو کورونو ته د ستندېدو په حال کې دي او اسراييلي ځواکونو له غزې څخه په وتلو پیل کړی دی.
دا اوربند د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰فقره يي پلان برخه ده، چې له مخې به یې اسرایيل په ۲۴ ساعتونو کې له ښاري سيمو وځي او حماس به په ۷۲ ساعتونو کې د دوه زره فلسطیني زندانیانو په بدل کې۲۰ اسراييلي زندانیان خوشي کړي.

