ډیپلومات ورځپاڼه: د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

ډیپلومات ورځپاڼې د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي چې پر طالبانو د اروپايي ټولنې له لوري د بندیزو سربیره په روان ۲۰۲۵ کال کې د سوداګرۍ کچه زیاته شوې ده.

یادې ورځپاڼې ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه د تېر کال پرتله زیاته شوې ده او د روان کال په لومړیو اته میاشتو کې اروپا ته د افغانستان صادراتو کچه ۱۷ میلونه ډالره او د وارداتو هغه تر ۱۴۳ میلیونو ډالرو پورې رسیږي.

په خپور شوي مطلب کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسولینو له قوله ویل شوي چې د ټرانزیټي اسانتیاوو، سوداګریزو ویزو او د صادراتي محصولاتو د معیارونو د نشتوالي سره سره، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ سوداګریزې اړیکې په تدریجي ډول پراخېږي.

یادې خونې ویلي چې په اروپایي بازارونو کې د افغاني توکو تقاضا لوړه ده، خو افغانستان اړتیا لري له هغو هېوادونو سره دوه اړخیز تړونونه وکړي چې اروپایي ټولنې ته د تګ مسیر جوړوي، په ځانګړي ډول د لاجوردو دهلېز چې په ۲۰۱۸ کال کې پرانیستل شو.

د لاجوردو دهلیز افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې له اروپا سره نښلوي.

د اروپایي کمیسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۴۸ میلیونه یورو وه او بیا په ۲۰۲۴ کال کې ۳۰۲ میلیونه یورو ته لوړه شوه.

د مطلب په پای کې راغلي چې له نسبي پرمختګ سره سره افغانستان له اقتصادي پلوه له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

نور خبرونه

رادیو