د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وازرت وزیر نورالدین عزیزي د چين د هينان په ښار کې د ازادو زونونو د نړۍوال سازمان کانګرس د پرانيستې مراسمو کې ګډون کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه د روانې اکټوبر میاشتې له ۱۰ تر ۱۲مې نېټې پورې د بېلابېلو هېوادونواو اقتصادي سازمانونو د استازو په ګډون ترسره کېږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې موخه د نړۍوالې سوداګرۍ پياوړتيا او په ډيجيټلي بڼه د بدلېدونکي نړۍوال اقتصاد په برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو ارزونه ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دغه نړۍوال کانګرس کې د دوی د پلاوي ګډون د سوداګرۍ د پیاوړتیا او پانګونې په برخه کې خورا مهم او د پام وړ ګام دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) دغه کانګرس کې د ګډون لپاره چین ته لاړ. د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړی به په دغه غونډه کې وینا هم وکړي او د بېلابېلو هېوادونو له وزیرانو سره به دوهاړخیزې ناستې ولري.

