رېچارډ بېنېټ: د طالبانو له امله افغان ښځې له ژور رواني فشار سره مخ دي

۴ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د «د ذهني روغتیا نړوالې ورځې» په مناسبت ویلي، افغانستان چې د طبیعي افتونو، اوږدمهاله جګړو او کړکېچونو ښکار دی، اوس د رواني ناروغیو له پراخ بحران سره مخ دی.

بېنېټ پر اېکس پاڼې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۸مه) لیکلي چې په افغانستان کې د ذهني روغتیا خدمتونه خورا محدود دي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره چې د طالبانو تر سخت فشار او ځپنې لاندې ژوند کوي.

بېنېټ زیاته کړې، د جګړو او بې‌ثباتۍ کلونو د افغانانو پر رواني حالت ژور اغېز کړی.

هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې د ذهني روغتیا وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله له لا زیاتو رواني ستونزو سره مخ دي.»

هغه غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ذهني روغتیا د بحران د مدیریت لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د رواني ملاتړ خدمتونه پراخ کړي.

د بېنېټ په وینا، د ذهني روغتیا ستونزې یوازې طبي مسله نه ده، بلکې د ټولنیز عدالت، بشري حقونو او د ژوند د کرامت موضوع هم ده او له دې پلوه یې د افغانانو ملاتړ یو «بشري مسوولیت» وباله.

نور خبرونه

رادیو