د ذهنې روغتیا نړیواله ورځ؛ د روغتیا سازمان وايي، ذهني ناروغان بیړني ملاتړ ته اړتیا لري

۴ ورځې مخکې

په داسې حال کې چې د اکتوبر لسمه د ذهنې روغتیا د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، د ملګرو ملتونو اړوند ادارو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو رواني وضعیت د ژور بحران پر لور روان دی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان ویلي، چې سږکال د دې ورځې په نمانځلو سره غواړي نړۍ ته پیغام ورسوي، چې د هغو خلکو د ذهنې او ټولنیز ملاتړ اړتیا ته پاملرنه وکړي، چې د طبیعي پېښو، جګړو او روغتیايي بېړنیو حالاتو له امله اغېزمن شوي دي.

افغانستان هم د هېوادونو له ډلې ګڼل کېږي، چې ډیری وګړي، یې د جګړو، طبیعي پېښو، کډوالۍ او بیړنیو روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي نه لرلو له امله قرباني دي.

که څه هم په افغانستان کې د ذهنې روغتیا په اړه تازه راپور نه دی ورکړل شوی، خو د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې، د کډوالو نړیوال سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت له خوا په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یو څیړنه شوي، چې له مخې د ښځو د ذهنې روغتیا وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی وو.

په دغه څیړنې کې ګڼو ښځو د مرکو پرمهال ویلي، چې له خپګان، بې خوبۍ، د هیلو او هڅو له لاسه ورکولو، ویرې، تاوتریخوالي، ټولنیز یوازیتوب، د ځان وژنې فکرونو او له ټولنې څخه د ګوښه کېدو سره مخ دي.

یادو ادارو په خپله څیړنه کې په افغانستان کې د ښځو د ذهنې روغتیا وضعیت خرابیدو لامل د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو وضع کول بللي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویل شوي، چې په نړیواله کچه د طبیعي پېښو، جګړو او روغتیايي بیړنیو حالاتو د بحرانونو له امله له هرو پنځو تنوڅخه یو یې د ذهنې ناروغۍ سره مخ دی.

دغه سازمان د یادو کسانو ملاتړ یوازې بشري همدردي نه، بلکې د ژوند ژغورلو، د زغم پیاوړتیا، د رغېدو او د ټولنو د بیا جوړېدو په برخه کې همکاري اړینه بللي ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي:« دا اړینه ده چې دولتونه، روغتیايي او ټولنیز بنسټونه، ښوونځي او ټولنیزې ډلې په ګډه کار وکړي، څو د بېړنیو حالاتو له امله اغېزمن شویو کسانو ملاتړ وکړي او د ټولو د ذهنې روغتیا ساتنه یقیني کړي.»

یاد سازمان ویلي، چې په ګډه علمي او ټولنیزو همکاریو باندې پانګونه د خلکو د ذهنې روغتیا د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د اوږدمهاله رغېدو او د فردي او ټولنیز ثبات د بیا تینګښت سبب هم ګرځي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د ذهنې روغتیا په برخه کې هڅې دې څو برابره شي او یو داسې نړۍ رامنځته شي چې پکې د ذهنې روغتیا د هر انسان د اساسي حق په توګه خوندي او د ټولو د لاسرسي وړ وي.

نور خبرونه

رادیو