په پکتیکا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه پېښه بېګاه ناوخته د شپې په ۱۲بجو شوې ده. سرچینې وایي، د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر «مرغه بازارا» هوايي برید کې ۲۹ هټۍ ویجاړې شوې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ دغه برید د بېپیلوټه الوتکې پر مټ شوی دی. سرچینې په یاد هوايي برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.
که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي؛ خو په پکتیکا کې د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته د یاد هوايي برید پخلی کړی دی.

