د اروپایي د پارلمان غړې هانا نیومن پر طالبانو نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د یوه ملت نیمه برخه یې له عمومي ژونده اېستلې، خو دا نه کلتور دی او نه کورني مسایل، بلکې دا جنسیتي تبعیض دی.
هغې وویل، درې کاله وړاندې ټولو ژمنه وکړه چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي، خو نن دغه ژمنه ماتیږي.
هانا نیومرن د اروپا پارلمان ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې ښوونځي ته له تګ او ښځې له کار، سفر او حتا خبرو کولو منع شوې دي.
هغې په ټول افغانستان کې د طالبانو پر انټرنیټي خدماتو محدودیت وغنده او ویې ویل چې طالبان انټرنېټ بندوي او ۴۰ میلیونه وګړي په قصدي ډول په ډیجیټلي تیاره کې یوازې پرېږدي.
د هغې په وینا، دا یو سیسټماټیک ظلم دی.
هانا نیومن زیاته کړه: «د افغان ښځو د ملاتړ پر ځای، اروپايي دولتونه پټ کابل ته سفرونه کوي او له ترهګرو سره [د کډوالو] پر شړلو خبرې کوي او حقونه او ژمنې د لنډمهاله معاملو او ګوتشمېر رایو په بدل کې معامله کوي.»
هغې وویل چې ددوی دنده د طالبانو د جنایتونو په ډاګه کول دي نه دا چې عادي وښودل شي.
د هغې په وینا د افغان مېرمنو په استازیتوب د چوپتیا پر ځای باید خبرې وشي.
هانا نیومن وایي «جنسیتي تبعیض» باید د بشر ضد جرم په توګه ثبت، شواهد وساتل شي او عدالت شونی شي.

