د ماشومانو د ژغورنې اداره: ۲۵۰زره ماشومان بېړنیو خوړو ته اړتیا لري

۳ ساعتونه مخکې

د ماشومانو د ژغورنې اداره وایي، اوس‌مهال ۲۵۰زره ماشومان بېړنیو خوړو ته اړتیا لري؛ خو دوی په ورځ کې یوازې ۳۰ماشومانو ته خواړه برابرولای شي. د دغې ادارې په راپور کې راغلي، د کونړ په زلزله کې ۲۷۱ ماشومان یتیمان شوي او د زرګونه نورو ماشومانو هغه خپلوان مړه شوي چې د دوی پالنه یې کوله.

د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي، هغه ماشومان چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې یتیمان کړي؛ اوس یې پالنه د مور او پلار پر ځای د نږدې خپلوانو پر غاړه ده. د راپور له مخې؛ ستونزه دا ده چې د دوی خپلوان خپله بې‌وزله دي او د نورو مرستو ته اړ دي، چې د ژمي په نږدې کېدو سره د هغوی د ژوند کړاوونه نور هم ډېرېږي.

په راپور کې راغلي، چې د دوی مرکزونو ته هره ورځ د لوبو، زده‌کړو، خوړو او رواني ملاتړ لپاره نږدې ۲۰۰ ماشومان ورځي.

۵۶ کلنه عایشه د خپلو هغو درېیو لمسیانو پالنه کوي، چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم دي. د عایشې په وینا؛ دغه ماشومانو پخوا کافي خواړه لرل او لوبې یې کولې؛ خو اوس یې نه مور او نه هم پلار شته، نه خواړه او کور لري او نه هم لوبې کوي، دوی ډېر خواشیني دي.

عایشه او کورنۍ یې اوس په یوه خېمه کې ژوند کوي، چې له خپل اصلي کلي څخه دوه نیم ساعته لرې ده. دغه خېمه تشه ده، یوازې د اغوستلو جامې په‌کې لیدل کېږي. د عایشې مېړه ټپي شوی او سر او یو لاس یې په سپين رنګه پټۍ تړلی دی، دغه کورنۍ اوس مرستو ته اړتیا لري.

عایشه وایي، چې د کار کولو څوک نه‌لري، مشر زوی یې ټپي شوی او د بل زوی د وينې فشار یې ټيټ دی، هغه وایي، پخوا یې د کور لپاره هغه زوی روزي ګټله چې په زلزله کې مړ شو؛ خو اوس یې ژوند یوازې په مرستو پورې تړلی دی.

د ماشومانو د ژغورنې اداره وایي، د ۹۰ سلنه زلزله ځپلو د خوړو پخوانۍ سرچینې له لاسه وتلې دي.

دغه اداره وايي، چې د کونړ د خلکو یوه عایداتي سرچینه څاروي وو؛ خو اوس دغه سرچینه هم نه‌لري، ځکه د کونړ په زلزله کې تر ۷۰۰۰ زره ډېر څاروي تلف شوي دي.

په افغانستان کې د یادې ادارې مشرې سمیرا سید رحمان وویل: «زموږ مرکزونه د بېړني پړاو لپاره مهم خدمتونه وړاندې کوي؛ خو دغه کورنۍ اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري، چې د ژمي په راتګ سره د هغوی اړتیاوې نورې هم ډېرېږي، باید د ژمې لپاره نورې مرستې هم برابرې شي.»

د اګست د ۳۱مې نېټې په زلزله کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه او تر ۸۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شول؛ اوس زرګونه ماشومان او کورنۍ په خېمو او یا د خپلو ویجاړو کلیو په کنډوالو کې ژوند کوي.

نور خبرونه

رادیو