د تېر جمهوريت پرمهال د وسلهوالو ځواکونو پخواني ویاند اجمل عمر شینواري ویلي، د طالبانو لهخوا په تېرو څلورو کلونو کې ۳زره پخواني پوځیان وژل شوي او اوسمهال ۸زره پخواني پوځیان د طالبانو په شخصي زندانونو کې ساتل کېږي.
هغه په فراه ولایت کې د یوه پخواني افسر د وژلو په اړه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو لهخوا د پخوانیو پوځیانو هدفي وژنې نه نوې او نه هم وروستۍ دي؛ بلکې دا یوه لړۍ ده.
ښاغلي شینواري زیاته کړه، اوس بشري سازمانونو هم منلې چې طالبان دغه کار قصدي کوي او له پخوانیو پوځیانو غچ اخلي. د دغه پخواني ویاند په وینا؛ کله چې نړۍواله ټولنه پر طالبانو فشار ډېروي، طالبان بیا پخواني پوځیان وژني.
هغه وړاندې ویلي:« طالبانو به پخوا ویل، چې هغوی شخصي دښمني لري؛ خو اوس موږ وینو، چې دغه وژنې هدفي او قصدي دي.» ښاغلی شینواری وايي:« طالبان د امنیت درواغجنه دعوه کوي؛ خو موږ وینو چې د طالبانو څو لوړپوړي چارواکي هم ووژل شول.»
هغه زیاتوي:« د طالبانو لهخوا اعلان شوې عمومي عفوه د خلکو غولول دي. زموږ معلومات ښیي، چې په تېرو څلورو کالو کې ۱۲زره پخواني پوځیان نیول شوي او شکنجه شوي دي. موږ هره پېښه په ځیر سره څارو او اسناد یې خوندي کوو؛ کله چې د عدالت او محاکمې وخت راشي، موږ به دغه ټول اسناد خلکو او محاکمو ته وښیو.»