د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سې شنبې په ورځ په ویرجینیا کې د امریکا د پوځ له جګپوړو جنرالانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي. دا غونډه د امریکا د پوځي مشرۍ نادره راټولېدنه ګڼل کېږي.
تر دې دمه په غونډه کې د ټرمپ پر ګډون سپینې ماڼۍ کومه تبصره نه ده کړې.
رویټرز وايي، تمه ده چې د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د دې غونډې په جریان کې د پوځ په ټولو برخو کې د «جنګي روحیې»د خوندي کولو پر اړتیا خبرې وکړي او ښايي په دې شاوخوا یو ساعت اوږده غونډه کې نور موضوعات هم وڅیړل شي.