د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جنک اونال هرات ته په خپل سفر کې د طالبانو د هرات له والي مولانا اسلامجار سره کتلي اودواړو لوریو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو، له زلزلهځپلو له کورنیو سره د ترکیې د مرستو او د ګډو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې پر ورځ (د تلې درېیمه) وویل، د ترکیې سفیر ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان په ځانګړي ډول هرات ولایت سره د اقتصادي همکاریو د زیاتولو لپاره هڅې وکړي.
د طالبانو د هرات والي د ترکیې د همکاریو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د هرات–خواف ریل پټلۍ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.
هغه ټینګار کړی، چې اړینه ده د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره نورې هڅې هم وشي.
د طالبانو د هرات والي د قزاقستان له سفیر سره هم د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قزاقستان سفیر اکباسوف ګزیز هرات د افغانستان اقتصادي ولایت وباله او ټینګار یې وکړ چې باید له دغه ولایت څخه د اقتصادي ودې او د سوداګرۍ پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي.