د سپینې ماڼې ویاندې کارولین لیویټ د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د دغه ادارې په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا ته په اشارې سره ویلي، چې په رښتیا هم دا اداره په عملي او هم په تشبیهي معنا «ناکامه» ده.
لیویټ پر اېکس خواله رسنۍ د ولسمشر ټرمپ دریځ تایید کړی او زیاته کړې یې ده: «ولسمشر ټرمپ حق لري چې ووایي، ملګري ملتونه ماتې دي او په دې کې ولس هم ورسره همنظره دی.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن چهارشنبه د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې وویل، چې له ملګرو ملتونو څخه یې یوازې یوه ماته شوې برېښنایي پوړۍ او خراب ټیلي پرومپټر ترلاسه کړي.
ټرمپ په ټولیز ډول د ملګرو ملتونو د ادارې په اړه وویل: «که داسې وي، نو د ملګرو ملتونو موخه څه ده؟ ملګري ملتونه ډېر ستر ظرفیت لري... خو تر اوسه د دې ظرفیت کارولو ته هم نه دي نږدې شوي.»
لیویټ په خپلو څرګندونو کې د ګالوپ وروستۍ نظر پوښتنې ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، د دې سروې له مخې، یوازې ۳۲سلنه د امریکا مشران باور لري چې ملګري ملتونه د نړۍوالو ستونزو د حل په هڅو کې ښه کار کوي. خو په مقابل کې نږدې ۶۳سلنه خلکو د دې ادارې فعالیتونه «کمزوري او ناکام» بللي دي.
د ملګرو ملتونو پر وړاندې د امریکا د خلکو او سیاسي مشرانو انتقادونه نوې خبره نه ده. د ډونالډ ټرمپ د تېرې واکمنۍ پر مهال هم نوموړي دا اداره «بې اغېزې، بې ځایه مصرفوونکې او د امریکا پر ګټو نه برابره» بللې وه. اوس د ګالوپ نوې سروې ښيي چې د ولس یوه لويه برخه د همدې نظر ملاتړ کوي.
کارپوهان زیاتوي، د ملګرو ملتونو پر وړاندې دغه نیوکې له هغو نړۍوالو کړکېچونو سرچینه اخلي چې د دې ادارې په شتون کې هم هوار شوي نه دي، لکه د منځني ختیځ شخړې، د اوکراین جګړه او د افریقا په بېلابېلو سیمو کې روان بشري بحرانونه.