د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې وویل، چې که دی هغه مهال په واک کې وای، د غزې جګړه هېڅکله نه پېښیده. هغه ټینګار وکړ چې غزه کې باید جنګ بند شي او مذاکرات عاجل پیل شي.
هغه زیاته کړه چې ټول یرغمل باید ازاد شي.
ټرمپ وویل چې اروپایې هېوادونه باید د اوکراین-روسیې جګړې په اړه ځان ډېر مسوول وګڼي او له روسیې څخه دې د نفتو پېرل بند کړي.
هغه زیاته کړه چې بیولوژیکي او هستوي وسلې باید له منځه ولاړې شي او په دې برخه کې اروپایي هېوادونه باید له موږ سره یوځای شي.
هغه خبرداری ورکړ که له دې وسلو کار واخلي نړۍ پای مومي. هغه وویل د دغو وسلو کارول د کرونا په څېر ناروغۍ ناورین رامنځته کوي.
ټرمپ په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو پر کړنو څو ځله نیوکې وکړې.
هغه امریکا ته د کډوالو د مخنیوي په اړه وویل، چې د ملګرو ملتونو سازمان د دې پرځای چې ستونزې حل کړی دوی ته ستونزې جوړوي. هغه وویل: «ملګرو ملتونو ۳۷۲ میلیارده نغد ډالر ۲۴۰۰ کډوالو ته ورکړل چې امریکا ته سفر وکړي، خو موږ یې مخه ونیوله او اوس د سفر هېڅ لاره نشته».
هغه وویل چې ملګري ملتونه باید ناورینونه حل کړي، نه چې زیات یې کړي.